په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر غړی سهېل شاهين وايي، په افغانستان کې موجوده ستونزو ته په پام سره اړتيا ده چې ولس د وضعيت پر وړاندې يو موټی او متحد شي.
نوموړي نن پنجشنبه د (مرغومي په ۲مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ويلي، ولس ته په کار ته ده چې د غوره پلان جوړونې لپاره په يووالي سره د ستونزو او په ځانکړې توګه د اقتصادي ستونزو پر وړاندې صبر او استقامت اختيار کړي.
شاهين زياته کړې چې افغانان هم د ولس په توګه په نړۍ کې د قومونو ترمنځ د باعزته اوسېدونې مستحق دي.
نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي چې په اوس کې د افغانستان شاوخوا ۲۳ ميليونه وګړي چې له نيمايي زيات نفوس کېږي، له لوږې سره مخ دی او ان د نړيوالو سازمانونو له لوري داسې اټکل شوی چې پر وخت د مرستو او امکاناتو نه رسېدو له امله ښايي، د افغانستان شاوخوا ۱۴ ميليونه وګړي له شديدې لوږې سره مخ شي.