اسلامي امارت په تعيناتو کې د يوه تازه اقدام له مخې شلو ولايتونو ته نوي واليان، مرستيالان او دغه راز امنيه قومندانان ټاکلي دي.
د اسلامي امارت وياند ذبيحالله مجاهد پرون يکشنبه ناوخته د (لړم په ۱۶مه) د يادو کسانو د ګمارنې په اړه ويلي، تازه ګمارل شوي واليان، د هغوی مرستيالان او امنيه قومندانان د طالبانو د مشر هبتالله اخندزاده په حکم ټاکل شوي دي.
د يادې پرېکړې له مخې امنيه قومندانان يوازې د نهو ولايتونو لپاره ګمارل شوي دي. خو تر اوسه اسلامي امارت دا نه ده واضيح کړې چې مخکني واليانو، د هغو مرستيالان او امنيه قومندان په کوم دليل له دند ګوښه شوي؟ او ايا يادو ګوښه شويو کسانو ته به په کوم ځای کې مسووليت ورکړل شي او که نه؟
په نويو واليانو کې حاجي مالي خان هم شامل دی چې د لوګر لپاره والي ټاکل شوی. نوموړی د حقاني کورنۍ ته باوري کس دی او په ۲۰۱۹ زېږديز کې له انس حقاني او عبدالرشيد سره يو ځای د امريکايي پوهنتون دوو استاذانو او د لسو افغان سرتېرو په بدل کې د بګرام له زندان ازاد شو.