مخکينی مرستيال ولسمشر امرالله صالح چې يو وار بيا يې په ټولنيزو رسنيو کې فعاليت پيل کړی وايي، په افغانستان کې د طالبانو په مشرۍ د حکومت د بقا دوام ممکن نه دی.
نوموړي نن تازه په خپل ټوېټر کې د طالبانو حکومت تروريستي بللی او ويلي يې دي، چې پاکستان ته له طالبانو په ملاتړ سره په افغانستان کې د ورته يوه حکومت رامنځته کېدل د مختلفو دليلونو پر بنسټ مهم و.
صالح دغه راز زياته کړې، که څه هم د پاکستان پوځ هڅه کوي چې د طالبانو په مشرۍ د حکومت پايښت يقيني کړي خو په خبره يې ورته يو حکومت پايښت نه شي موندلی او دا چاره ښايي دې ډلې ته ډېره سخته وي.
نوموړي پرون هم د (تلې په ۳۰مه) هم د افغانستان وضعيت او د طالبانو له لوري د واک نيولو په اړه څرګندونې درلودې، خو طالب چارواکو تر اوسه د نوموړي پرونيو او نننيو څرګندونو په اړه نظر نه دی څرکند کړی.