Home » افغانستان » صالح: خليلزاد او اړوند پلاويو يې د سولې په اړه بحثونو کې د مکالمو له ثبت اينکار کاوه

صالح: خليلزاد او اړوند پلاويو يې د سولې په اړه بحثونو کې د مکالمو له ثبت اينکار کاوه

د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني د دويمې دورې لومړی مرستيال امرالله صالح وايي، وروسته له هغې چې د افغانستان سولې په اړه د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد غولونه برملا شوه، حکومت پرېکړه وکړه چې له نوموړي او اړوند نورو بهرنيو پلاويو سره د سولې په اړه د مجلسونو مکالمې په پټه توګه ثبت کړي.

نوموړي په دې اړه تازه خپل ټوېټر کې ليکلي، له يادې پرېکړې د خليلزاد په شمول امريکايي پلاويو منظم اينکار کاوه. صالح زلمی خليلزاد مخاطب کړی چې د نوموړي په ټکو هره ورځ د ولس پر زخم مالګه شيندي او په خبره يې اړتيا ده چې د خليلزاد ثبت شوې مکالمې خپرې شي.

امرالله صالح لږ وړاندې په يوه جلا ټوېټ کې له مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني غوښتي و چې د سولې په اړه له زلمي خليلزاد سره د شويو بحثونو ثبت شوې مکالمې خپرې کړي.

نوموړی داسې مهال د يادو مکالمو د خپراوي غوښتنه کوي چې په دې وروستيو کې زلمي خليلزاد په وار وار مخکينی ولسمشر تورن کړی چې د سولې مخالف يې کاوه او په دې برخه کې يې د هر راز پرمختګ مخنيوي لپاره خنډونه جوړول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...