Home » سیمه او نړی » شمالي وزيرستان کې چاودنې پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

شمالي وزيرستان کې چاودنې پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اړولې

په شمالي وزيرستان کې پر پاکستاني پوځيانو بمي چاودنه شوې او په کې د دغه هېواد ګڼو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکو ويلي، چاودنه په ځمکه کې د خښ شوي ماين له امله داسې مهال رامنځته شوې چې پاکستاني پوځيان په سيمه کې پر ګزم بوخت وو.

د دوی په خبره په ياده پېښه کې د پوځ اړوند ملېشه ځواکونو يو سرتېری وژل شوی او يو بل ټپي شوي دی. تر اوسه د پاکستان پوځ په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو تحريک طالبان پاکستان يا TTP چې د دغه چاودنې مسووليت يې منلی، په پېښه کې د دوو پاکستاني پوځيانو د وژل کېدو او دغه راز د ګڼو نورو له ټپي کېدو خبر ورکوي.

په دې وروستيو کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري په قبايلي سيمو کې پر پاکستاني پوځيانو او د دغه هېواد پر امنيتي ځواکونو خونړي بريدونه کېږي چې په کې د دوی ګڼ شمېر سرتېري وژل کېږي او ټپيانېږي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...