د شمالي وزيرستان ځايي اوسېدونکي وايي، په ياده سيمه کې د ځوانانو او قومي مشرانو هدفي وژنې لا هم دوام لري او زياتوي چې پرون سېشنبه د (لړم په ۲۴مه) په دوو بېلابېلو پېښو کې دوه کسان د نامالومو وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د يادو دوو کسانو وژل کېدل ځايي چارواکو هم تائيد کړي او ويلي يې دي چې لومړۍ پېښه د ميرلي اړوند په هڅوخېلو کلي رامنځته رامنځته شوې. د چارواکو په خبره وژل شوی کس رحمانالله نومېږي او چې په ډزو تر وېشتل کېدو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
دوی زياتوي چې دويمه پېښه بيا د ميرعلي په بازار کې هغه مهال رامنځته شوه چې وسلهوالو پر يوه بار وړونکي موټر ډزې وکړې. د ډزو په پايله کې موټروان وژل شوی او وسلهوالو په خپله مخه تللي دي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د يادو هدفي بريدونو مسووليت په غاړه نه دی اخيستی، خو د پښتون ژغورنې غورځنګ او نور فعالان په قبايلي سيمو کې د ورته هدفي وژنو تر شا د پاکستان استخباراتي ادارې لاس بولي.
دوی زياتوي چې په يادو هدفي بريدونو کې هغه کسان په نښه کېږي چې د حق غوښتنې مبارزې فعالان وي او پر قبايلي سيمو د پاکستان د پوځ له لوري د روان ستم غندنه کوي.