پاکستاني چارواکي وايي، وسلهوالو په شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ پر يوه پوسته مرګونی وسلهوال بريد کړی چې په ترڅ کې يې پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د رسنيو د راپورونو له مخې، چارواکو دا نه دي ويلي چې په دې بريد کې څو تنه پاکستاني پوځيان وژل شوي او ټپيان شوي دي.
د پاکستان پوځ بيا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په شمالي وزيرستان کې د پوځ پر پوستې شوی بريد تائيد کړی او ويلي يې دي، چې په دغه بريد کې د پوځ يوازې يو تن سرتېری وژل شوی دی.
له دې سره ځايي سرچينو هم د پوځ د خبرپاڼې خلاف، په بريد کې د مرګ ژوبلې کچه زياته ښيي خو په دې اړه يې دقيق ارقام نه دي ورکړي.
په دې وروستيو کې په قبايلي سيمو او بلوچستان کې د پاکستان پر پوځ مرګونو بريدونو زور کړی او په ترڅ کې يې نږدې هره ورځ د دغه هېواد يو شمېر پوځيان وژل کېږي.
د يادو اکثره بريدونو مسووليت تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون پال په غاړه اخلي.