Home » افغانستان » شاهين: پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو ښکاره نقض دی

شاهين: پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو ښکاره نقض دی

د طالبانو د قطر سياسي دفتر غړی او د اسلامي امارت له لوري د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان د بنديزونو دوام د بشري حقونو د خونديتوب په مانا نه دی.

نوموړی په دې اړه نن چهارشنبه د (مرغومي په لومړۍ) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې پر افغانستان اوسني وضعه شوي بنديزونه د بشري حقونو ښکاره نقض او د عامو خلکو ځورول دي.

شاهين د بشري حقونو پر مدافع بنسټونو غږ کړی چې په افغانستان کې د بشري وضعيت ته پام سره دې موضوع ته پاملرنه زياته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون سې‌شنبه په کابل کې سلګونه خلک د اعتراض په موخه واټونو ته را ووتل. دوی له امريکا وغوښتل چې د افغانستان کنګل کړې شتمني ژر ازاده کړي؛ ځکه د دوی په خبره د يادې شتمنۍ د کنګلېدو له امله خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...