د افغانستان بيا رغونې لپاره دامريکا متحده ايالايتونو پلټونکې ادارې يا سېګار مشر وايي، په پام کې ده هغه ادعاوې وڅېړې چې له مخې يې ويل کېږي له افغانستان څخه وتلي ولسمشر محمد اشرف غني د وتلو پرمهال له ځان سره ميليونونه ډالر پيسې وړي دي.
د دې ادارې رئيس جان ساپکو د امريکا کانګرېس د استازو جرګې يوې کمېټې ته د غونډې پرمهال ويلي، د امريکا متحده ايالاتو د حکومت صلاحاتو کمېټې ترې غوښتې چې د يادو ادعاوو په اړه څېړنې بشپړ او پايله يې په ډاګه کړي.
نوموړي دا چې يادې څېړنې به کله پيل او څه وخت به پاي ته ورسېږي، وضاحت نه دی ورکړی.
محمد اشرف غني د اګسټ په ۱۵مه نېټه هغه مهال چې طالبان د ګڼو ولايتونو له نيولو وروسته کابل ته ننوتل، له هېواد څخه ووت او په عربي متحده اماراتو کې مېشت شو.