د سوماليې چارواکو خبر ورکړی چې په پلازمېنه موګادېشو کې د حکومت پر وياند محمد ابراهيم معلمي چاودنه شوې او نوموړی یې ټپي کړی دی.
د سوماليې دولتي خبري اژانس د چارواکو له قوله ويلي، پر معلمي دغه بريد پرون يکشنبه د (مرغومي په ۲۶مه) شوی او زياته کړې يې ده چې پر نوموړي شوی بريد ځانمرګی دی. چارواکو ويلي چې پر محمد ابراهيم معلمي دغه ځانمرګی بريد هغه مهال شوی چې نوموړی له کور څخه دفتر ته روان و.
په راپور کې ويل شوي چې معلمي د بريد په ترڅ کې سخت ټپي شوی او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدولی شوی. په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې دا هم ويل شوي چې دامهال د معلمي روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دی.
محمد ابراهيم معلمي پخوانی خبريال او دامهال د سوماليې د حکومت وياند دی. پر نوموړي له دې وړاندې هم څو ځله ورته بمي او ځانمرګي بريدونه شوي دي.