د سره صليب نړيوالې کميټې خبرداری ورکړی چې نړيواله ټولنه بايد په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوي په موخه له طالبانو سره تعامل او کار وکړي، ګني له دې پرته په افغانستان کې د بشري ناورين مخنيوی سخت کار دی.
د دې کميټې رئيس راپرټ مرديني له روېټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د کرونا دوام او د يخنۍ په را رسېدو سره په افغانستان کې د بشري وضعيت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د نړيوالې ټولنې له همکارۍ پرته مرستندويه بنسټونه په افغانستان کې په يوازې تن د بشري ناورين مخه نه شي نيولی.
نوموړي زياته کړې چې د نړيوالې ټولنې ملاتړ، کوم چې يې له طالبانو سره په اړيکه کې له خورا احتياط کار اخيستی، د لومړنيو خدمتونو په رسولو کې اسانچاری نه و.
د مرديني په خبره، بشري مرستندويه بنسټونه کولی شي چې يوازې د لنډمهال لپاره افغانانو ته بشري مرستې ورسوي او زياتوي چې د اوږدمهال بشري ثبات لپاره د نړيوالې ټولنې همکاري لازمي ده.
رابرټ مرديني له روېټرز سره په مرکه کې زياته کړې، د سره صليب نړيوالې کميټې موندنې ښيي چې د افغانستان د نفوسو ۳۰ سنله برخه له خوارځواکۍ سره مخ شوې او د ټول نفوس ۱۸ ميليونه هغه په جدي توګه بشري مرستو ته اړتيا لري.
دا مهال په افغانستان کې له يوې خوا د لومړنيو توکو د بيو لوړېدو او خراب اقتصادي وضعيت له امله عام خلک له سخت کړاو سره مخ دي او له بلې خوا د هوا په سړېدو سره د جدي مرستو غوښتنه کوي.