په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ ته نومول شوی استازی سهېل شاهين وايي، پر افغانستان اوسني وضعه شوي بنديزونه نشي کولی چې خلکو ته د کارکولو په برخه کې د اسلامي امارت مخه ډپ کړي.
نوموړي دا څرګندونې تازه په خپل ټوېټر کې کړي او ويلي يې دي، د کرنې وزارت يو شمېر معينانو ورته د کرنې سکټور د ودې په برخه کې خپل پلانونه واضيح کړي او زياته کړې يې ده چې ياد پلانونه خورا مهم او اړين دي.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مسوولان د خپل حکومت په رسميت پېژندلو او دغه راز د بشري مرستو د جلب موخه له مودې راهيسې پر هڅو بوخت دي.
په دې هڅو کې يادو چارواکو په وار وار له نړيوالو غوښتي چې پر دوی لګېدلي بنديزونه لغوه او د همکاريو په چوکاټ کې له طالبانو سره تعامل وکړي.
خو نړيوالو تل ټينګار کړی چې په رسميت د طالبانو حکومت پيژندلو او دغه را پر افغانستان د وضعه شويو بنديزو لرې کولو لپاره، د طالبانو عمل څاري.