د سولې په چارو کې د دولت پخوانی وزير عبدالسلام رحيمي چې تازه هېواد ته راستون شوی وايي، حکومتي چارواکي دې د موجوده ننګونو پر وړاندې له حوصلې او زغم کار واخلي.
نوموړي په بهرنيو چارو وزارت کې چې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي له لوري ورته د ښه راغلاست مراسم نيول شوو وويل، نوي حکومت په ډېرو کمو امکاناتو چارې روانې او ښې ساتلې دي او زياته يې کړه دمګړۍ په کور دننه او بهر د پام وړ تهدیدونه او خنډونه وجود نه لري.
په همدې حال کې د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هېواد ته د عبدالسلام رحيمي بېرته راستنېدل نېک اقدام ياد او زياته يې کړه چې سياسي اختلاف اصل دی؛ خو په افغانستان کې د ګډ کور په توګه ټول افغانان اوسېدلی شي.
نوموړي له زياته کړه چې د تېر نظام د چپه کېدو پرمهال له هېواد تللي کسان بېرته په ډاډه زړه افغانستان ته راستنېدای شي او حکومت به يې هر راز امنيت خوندي کړي.