Home » سیمه او نړی » سعودي کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر هوايي بريدونو کې ۱۰ تنه ټپيان شوي

سعودي کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر هوايي بريدونو کې ۱۰ تنه ټپيان شوي

د سعودي عربستان چارواکو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په سوېلي ښار جېزان کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر د بې‌پيلوټه الوتکې دوه هوايي بريدونه شوي دي.

د دوی په خبره لومړی هوايي بريد پرون جمعه ناوخته د (تلې په ۱۶مه) شوی او دويم هغه يې نن شنبه سهار وختي شوی دی.

د سعودي رسنيو د لومړي بريد له امله د ۱۰ تنو چې ۶ يې سعودي، ۳ د بنګلدېش او يو د سوډان وګړی دی، د ټپي کېدو خبر ورکړی خو د دويم بريد له امله د اوښتي ځاني او مالي زيان په اړه راپورونه نه دي ورکړل شوي.

که څه هم تر اوسه کومې ډلې په سعودي عربستان کې د پاچاه عبدالله پر هوايي ډګر د دې بريدونو مسووليت نه دی منلی، خو له دې وړاندې په سعودي عربستان کې د ځينو هوايي بريدونو او پر دغه هېواد د راکېټي بريدونو مسووليت حوثي وسله‌والې ډلې منلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...