د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي له روسيې سره د جګړې په ترڅ کې تازه ادعا کړې، چې د اوکراين په ختيځ خارکيف ښار کې له ځينو سيمو روسي ځواکونه په شا تمبول شوي او په دې توګه له يادو ځواکونو نوموړې سيمې چاڼ شوي دي.
زليسنکي بېګاه شپه په دې اړه خپله لنډه وينا کې ويلي، چې اوکراينيانو ښايي د اوکرايني ځواکونو د فعاليتونو او پرمختګونو په اړه راپورونه ليدلي وي؛ ځکه د نوموړي په خبره دا اوونۍ له خارکيف څخه ښه خبرونه ترلاسه شوي دي.
نوموړي که څه هم له روسي ځواکونو د ازادو شوو سيمو نومونه نه دي ياد کړي؛ خو ويلي يې دي چې په يادو سيمو کې د اوکراين بيرغ بيا پورته کولو په موخه پوځي عمليات د ستاينې وړ دي او له همدې کبله يې له اوکرايني پوځيانو مننه هم کړې ده.
له دې سره امريکايي چارواکو هم ادعا کړې، چې سلګونه زره اوکراينيان د روسي چارواکو له لوري څارل شوي، توقيف، بندي او ان روسيې ته په زور له خپل هېواد څخه شړل شوي دي.
تر اوسه روسيې د امريکا او اوکرايني چارواکو له لوري د يادو ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي.