Home » افغانستان » روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
رویداد خبري آژانس

روغتیا وزارت:په افغانستان کې د کرونا ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بیلابیلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۷۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۸ زره او ۳۹۸ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته درې کسان مړه شوي او ۴۶۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زره او ۴۱۲ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۰ زره او ۵۳۷ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...