Home » سیمه او نړی » روسيې کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۶ تنه وژل شوي

روسيې کې د الوتکې لوېدو له امله ۱۶ تنه وژل شوي

روسي رسنيو راپور ورکړی چې په دغه هېواد کې د يوې ټرانسپورټي الوتکې لوېدو په پېښه کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيا شوي دي.

د روسيې ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، L-410 ډوله ياده الوتکه چې اير کلب په نوم د يوه شرکت اړوند ده، پر دوو تنو عملې سربېره په پراشوټ کې راښکته کېدونکي کسانو د يوې ډلې لېږدولو په حال کې وه چې منزيلېنسکي ښار ته نږدې پرېوته.

د روغتيا وزير بيا ويلي چې په پېښه کې ټپي شوي ۴ کسان روغتونو ته لېږدول شوي خو په خبره هيې روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ نه دی.

روسي چارواکو خبر ورکړی چې د يادې پېښي د رامنځته کېدو علط په اړه يې څېړنې پيل کړي دي او ژر به يې پايلې هم له رسنيو سره شريکې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...