د جرمني شپېګل مجلې راپور ورکړی چې د دغه هېواد په پلازمېنه برلېن کې د روسيې سفارت ترمخې، د يوه روسي ډيپلوماټ مړ جسد موندل شوی دی.
د راپور له مخې، د جرمني بهرنيو چارو وزارت دا موضوع خصوصي بللې او زياته کړې يې ده چې د ياد روسي ډيپلوماټ له مړينې يې خبر درلود. خو د جرمني بهرنيو چارو وزارت بيا د نوموړي د مړيني څرنګوالي په اړه مالومات نه دي ورکړي.
د روسيې بهرنيو چارو وزارت هم په جرمني کې د خپل ډيپلوماټ د مړيني په تړاو غبرګون ښودلی او له جزياتو پرته يې دا پېښه يوازې يوه غميزه بللې ده.
شپېګل په خپل راپور کې ويلي، ګومان کېږي چې دا ډيپلوماټ به د روسيې د استخابراتو ادارې FSB مامور وي.