Home » افغانستان » روسيه: د اړتيا پر مهال به د افغانستان او تاجکستان په مسئله کې د دوشنبې ملاتړ وکړي

روسيه: د اړتيا پر مهال به د افغانستان او تاجکستان په مسئله کې د دوشنبې ملاتړ وکړي

روسيې که څه هم په وار وار د خبرو له لارې د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د وروستيو راپورته شويو ناندريو د حل غوښتنه کړې، خو د دغه هېواد چارواکو تازه ويلي چې د اړتيا پرمهال د افغانستان په مقابل کې له تاجکستان څخه ملاتړ ته چمتوو دی.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخاروا پرون خبريالانو ته ويلي، اوس د دې وخت را رسېدلی څو طالبان له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د ګواښ نه پېښېدو په اړه خپله ژمنه عملي کړي.

نوموړې د افغانستان او تاجکستان ترمنځ وروستيو ناندريو ته په اشارې زياته کړې، که اړتيا پېښه شي نو روسيه به له تاجکستان سره د اتحاد او ستراتيژيک شراک له مخې د تاجکستان د پولو ساتنې چارو په پياوړتيا کې له دې هېواد سره مرسته وکړي.

زخاروا زياته کړې چې د روسيې د پوځ ۲۰۱ پوځي اډه په تاجکستان کې فعاله ده او له نوموړي هېواد څخه د اړتيا پرمهال د ملاتړ په موخه په بشپړ ډول مجهزه ده.

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ ناندرۍ وروسته له هغې پيل شوې چې د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په افغانستان کې د ټول‌شموله حکومت د رامنځته کولو په موخه په مکرره توګه بيانونه ورکړل. خو طالبانو بيا د نوموړي د څرګندونو په غبرګون کې وويل چې تاجکستان دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.

له دې سره تاجکستان له افغانستان سره پر پوله خپلو ځواکونو ته د تيارسی امر وکړ او طالبانو هم زيات شمېر سرتېري هلته ځای پر ځای کړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...