Home » افغانستان » روسيه: افغانستان ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ نه دی

روسيه: افغانستان ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ نه دی

روسي چارواکو د افغانستان په اړه په خپلو تازه څرکندونو کې ويلي، د افغانستان په ګاونډيو هېوادونو کې دې هېواد ته نږدې د امريکا پوځي حضور د منلو وړ عمل نه دی.

د روسيې بهرنيو چارو وزارت وياندې ماريا زخارووا نن پنج‌شنبه د (لړم په ۱۳مه) خبريالانو ته ويلي، امريکا هڅه کوي چې يو وار بيا افغانستان ته نږدې په ګاونډيو هېوادونو کې خپل نظامي حضور ته ځای پيدا کړي، خو د نوموړې په خبره دا کار په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.

سپوټنيک خبري اژانس په دې اړه د زخارووا له قول وويلي، په افغانستان کې د داعش ډلې له لوري وروستي ترهګريز تحرکات دا په دآګه کوي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته هم وضعيت سم نه دی.

نوموړې زياته کړې چې وضعيت ته په پام سره د دې اړتيا نه لېدل کېږي چې امريکا بيا افغانستان ته نږدې په ګاونډيو هېوادونو کې ځان ته ځای پيدا کړي.

دا څرګندونې داسې مهال دي چې له دې وړاندې د پاکستان او امريکا په اړه يوې داسې هوکړې ته د نږدې کېدو راپورونه ورکړل شوي، چې له مخې به يې امريکا اجازه ولري څو په افغانستان کې د ترهګرۍ پټنځايونه د هوا له لارې په نښه کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...