د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې د کرکټ په نړيوال ۲۰اووريز جام کې د ګډون په موخه به، د کرکټ ملي لوبدله د اکټوبر په ۷مه عربي اماراتو ته روانه شي.
د کرکټ بورډ د مسوولانو په خبره، عربي اماراتو ته د ملي لوبډلې د سفر ټولې تخنيکي چارې بشپړې شوي او دغه راز په نوموړي جام کې د ملي لوبډلې د لوبېدو او لاسته راوړنو په موخه د لوبغاړو تمريناتي کمپ هم بشپړ شوی دی.
بل پلو د کرکټ بوډ رئيس عزيزالله فضلي بيا له رسنيو په جلا توګه خبرو کې ويلي، ډېر ژر به پرېکړه وشي چې په نړيوال جام لوبو کې افغان لوبډله د امارت تر بيرغ لاندې ولوبېږي او که د افغانستان درې رنګه ملي بيرغ؟
نوموړي زياته کړې چې په دې اړه د اسلامي امارت له مسوولانو سره په اړيکه کې دی او په تړاو به يې روان بحثونه ښه پايله ولري.
فضلي دغه راز دا هم ويلي چې د افغانستان ملي سرود په برخه کې جدي ستونزه نشته او دا مسئله به هم ډېر ژر حل شي.
ټاکل شوې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د کرکټ په ۲۰ اووريز نړيوال جام کې خپله لومړنۍ لوبه د اکټوبر په ۲۵مه ترسره کړي.