Home » سیمه او نړی » د پاکستان کې د نوي قانون له مخې پر جنسي تېري مرتکب کېدونکي کسان خصي کېږي

د پاکستان کې د نوي قانون له مخې پر جنسي تېري مرتکب کېدونکي کسان خصي کېږي

د پاکستان پارلمان له بحثونو وروسته په دغه هېواد کې د جنسي تېريو د لوړ شوي ګراف راټيټولو په موخه نوی قانون تصويب کړی دی.

د دغه قانون له مخې به هغه کسان په عمري بند د محکېدو ترڅنګ د درملو په وسيله هم خصي کېږي، چې د جنسي تېري په قضيه کې د محکمې له لوري دخيل وپېژندل شي.

د جنسي تېري د مخنيوي دغه نوی قانون سپارښتنه کوي چې په پاکستان کې د جنسي تېري اړوند ټولو قضيو څېړلو په موخه دې يوه ځانګړې محکمه رامنځته شي او پر عاملانو دې قانون پلی کړي.

په پاکستان کې فعالانو د دغه قانون له تصوېبېدو هرکلی کړی او ويلي يې دي چې د جنسي تېري اوسنی ګراف به ورسره تر ډېره راټيټ شي.

په وروستيو کې په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري ګراف خورا لوړ شوی او خلک نيوکه کوي چې په ورته قضيو يوازې ۴ سلنه دخيلو کسانو ته سزا ورکړل شوې ده او پاتې ټول خلاصې تڼۍ ګرځي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...