Home » افغانستان » د پاکستان مرکزي بانک د افغانستان لپاره د مرستې صندوق د خلاصولو پرېکړه رد کړه

د پاکستان مرکزي بانک د افغانستان لپاره د مرستې صندوق د خلاصولو پرېکړه رد کړه

د پاکستان مرکزي بانک د دغه هېواد د حکومت هغه پرېکړه رد کړې چې پر بنسټ يې افغانستان ته د مرستې راټولو يو صندوق بايد پرانېستل شوی وی.

دې بانک ويلي، چې دا اقدام يې د پيسو پر ناقانونه لېږد او سپينولو د څار نړيوالې ادارې يا FATF اصولو ته د پاوبند پاتې کېدو له امله کې کړی او له حکومت يې غوښتي چې پر خپله کړې پرېکړه له سره غور وکړي.

د پاکستان مرکزي بانک يوې سرچينې ايکسپرېس ټرېبيون ته په دې اړه زياته کړې، که د حکومت له پرېکړې سره سم يې د افغانستان لپاره د مرستو راټولو يو حساب پرانيستی وی، نو ډېر احتمال و چې ياده اداره پر پاکستان مالي بنديزونه وضعه کړي.

له دې وړاندې د پاکستان حکومت له لوري د شوې پرېکړې له مخې، د پاکستان ماليې وزارت د دغه هېواد مرکزي بانک ته د يوه داسې حساب د پرانېستو لارښوونه کړې وه، چې په وسيله يې له نورو هېوادونو څخه افغانستان ته بشري مرستې راټولې کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...