Home » افغانستان » “د ټولنيزو رسنيو فعاله (پتينګړه کاکۍ) کابل کې نيول شوې”

“د ټولنيزو رسنيو فعاله (پتينګړه کاکۍ) کابل کې نيول شوې”

نديمه چې په ټولنيزو رسنيو کې پر (پتينګړې کاکۍ) مشهوره او افغانه ممثله ده، له څو ورځو راهيسې بې درکه شوې او د ځای ځايګي مالومات يې نه نشته.

د نديمې ورور بيا رسنيو ته منلې چې خور يې په کابل کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نيول شوې ده؛ خو په خبره يې دا مالومات نشته چې نوموړې د کابل په کوم ځای کې ده.

نوموړي ويلي چې له څو ورځو راهيسې يې له نديمې سره اړيکه نه ده ټينګه شوې او نه پوهېږي چې هغه په کوم وضعيت کې ده.

نديمه په ټولنيزو رسنيو کې پر پتينګړې کاکۍ مشهوره ده او په يادو رسنيو کې د لنډو ويډيوګانو په خپرولو سره، د افغانستان کلېوالو ښځو وضعيت په تمثيلي بڼه بيانوي.

امنيتي ځواکونو تر او د نوموړې د نيول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...