Home » سیمه او نړی » د نايجيريا په يوه مارکېټ کې وسله‌والو ۲۰ کسان په ډزو وژلي

د نايجيريا په يوه مارکېټ کې وسله‌والو ۲۰ کسان په ډزو وژلي

د نايجيريا چارواکو خبر ورکړی چې وسله‌والو د دغه هېواد شمال سوېلي ولايت سوکوټا، په يوه مارکېټ پر عامو خلکو ډزې کړې او د يادو ډزو په پايله کې لږ تر لږه ۲۰ تنه وژل شوې دي.

د دوی په خبره پېښه نن يک‌شنبه د (تلې په ۱۸مه) رامنځته شوې ده. د نايجيريا چارواکو ويلي چې بريدګر په موټر سايکل سپاره ول او له ډزو کولو وروسته په تېښته بريالي شوي دي.

د سوکوټا پوليسو هم دغه وسله‌وال بريد تائيد کړی، خو دا يې نه دي ويلي چې د بريد په پايله کې څومره کسان وژل شوي او يا هم ټپي شوي دي.

له تېرې ډسمبر مياشتې را په دېخوا د نايجيريا په يادو سيمو کې د خلکو او په ځانګړې توګه د ښوونځيو زده‌کوونکو د تښتونې پېښې زياتې شوې چې له امله يې د ځايي اوسېدونکو ورځنی ژوند له ستونزو سره مخ شوی دی.

تېره پنج‌شنبه نايجيريايي ځواکونو د دغه هېواد په زمفارا ولايت کې ۱۸۷ هغه کسان وژغورل چې د وسله‌والو له لوري په همدې ولايت کې تښتول شوي وو.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...