Home » افغانستان » د قطر امير د افغانستان پر مسايلو د بحث لپاره امريکا ته ځي

د قطر امير د افغانستان پر مسايلو د بحث لپاره امريکا ته ځي

روېټر خبري اژانس د سرچينو په حواله راپور ورکړی چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د قطر امير شېخ تميم بن حمد ال ثاني د افغانستان پر مسايلو د بحث لپاره امريکا ته سفر وکړي.

په راپور کې زياته شوې، چې د دوحې او واشنګټن ترمنځ د شوې همغږۍ پر بنسټ به ال ثاني د روانې جنوري په ۳۱مه واشنګټن ته لاړ شي؛ خو په راپور کې دا نه دي ويل شوي چې د افغانستان اړوند کوم مسايل د قطر او امريکا ترمنځ د بحث په اجنډا کې شامل دي؟

روېټرز دغه راز زياته کړې چې تميم بن حمد ال ثاني به د خپل دې سفر په ترڅ کې، له امريکايي چارواکو سره اورپا ته له قطر څخه د تېلو پر لېږد او دغه راز د ايران اړوند پر ځينو موضوع‌ګانو هم وغږېږي.

واشنګټن ته د قطر د امير دا سفر داسې مهال دی چې دې هېواد ته په افغانستان کې له تحوولاتو وروسته د امريکا سياسي ماموريت هم ورسپارل شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...