Home » افغانستان » د طالبانو او مريکا پلاوي بيا په دوحه کې خپلمنځي خبرې کوي

د طالبانو او مريکا پلاوي بيا په دوحه کې خپلمنځي خبرې کوي

روېټرز اژانس د امريکايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک تر نيولو وروسته به نن شنبه د (تلې په ۱۷مه) او سبا یک‌شنبه په دوحه کې د امريکا او طالبانو د لوړې کچې پلاوي يو ځل بيا سره مخامخ خبرې وکړي.

دې چارواکو ويلي، امريکايي لومړپوړی پلاوی چې د بهرنيو چارو وزارت، د امريکا نړيوالې پراختيايي ادارې او د امريکا د استخباراتو له استازو تشکيل شوی، په پام کې لري چې د طالبانو له لوري له افغانستان څخه دباندې وتلو په موخه امريکايي وګړو ته د خوندي لارې ورکړه، او له طالبانو سره د بندي امريکايي مارک فريرېچ خوشې کول، القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته بيا ځلي د پټنځايونو نه برابرول او افغانستان ته د بشري مرستو په رسولو کې همکاري د لومړيتوبونو په توګه طالبانو ته مخته کړي.

د امريکايي چارواکو په خبره، په دغه لېدنه کې د طالبانو له لوري په افغانستان کې د جوړ شوي حکومت په رسميت پېژندل د بحث موضوع نه ده؛ ځکه د دوی په خبره په دې برخه کې د امريکا دريځ واضيح دی او هر ډول سياسي مشروعيت په موخه د پرېکړې لپاره به، د طالبانو عمل ته لېدل کېږي.

تر اوسه طالب چارواکو له امريکايي پلاوي سره د مسوولانو د لېدنې په اړه څه نه دي ويلي. خو پرون جمعه د (تلې په ۱۶مه) د بهرنيو چارو سرپرسته وزير امير خان متقي په مشرۍ طالب پلاوی قطر ته رسېدلی دی.

دا په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته لومړی وار دی چې طالب او امريکايي چارواکي د مېز څنډو ته کېني او پر رسمي مسايلو بحث کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...