Home » افغانستان » د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی
رویداد خبري آژانس

د سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی دی

د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي د هېواد په صادراتو کې ۶۰ سلنه کموالی راغلی او د صادراتو له روان حالت څخه اندېښمن دي.

د صنعت اوسوداګرۍ وزارت چارواکي وايي د کرونا له امله نړیوالو مارکېټونو ته د افغان صادراتو د بیا پیل هڅې روانې دي.

دوی زیاتوي چې تر اوسه یې نږدې ۲۰ زره میټریک ټنه صادرات تر سره کړي او هیله ښیي چې د مالي کال په وروستیو دوو ربعو کې به دا کچه نوره هم لوړه شي.

خو افغان سوداګر بيا وایي د صنعت او سوداګرۍ وزارت لا هم نه دی توانېدلی، چې ګاونډیو هېوادونو سره هغه ستونزې حل کړي، چې له امله یې صادرات له ستونزو سره مخ دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...