د سعودي عربستان په مشرۍ اېتلافي ځواکونو پرون يکشنبه د (مرغومي په ۲۵مه) خبر ورکړی چې په يمن کې يې د هوثي وسلهوالو پر مرکز هوايي بريد کړی دی.
دې اېتلاف ويلي، تازه هوايي بريد يې په پلازمېنه صنعا کې د التشريفات په نوم د هوثي وسلهوالو د وسلو پر يوه لوی زيرمتون کړی دی.
په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، دغه بريد هغه مهال شوی چې هوثي وسلهوالو له ياد زيرمتون څخه بل نامالوم ځای ته د وسلو د لېږدولو هڅه کوله.
له دې سره په يمن کې د سعودي په مشرۍ اېتلافي ځواکونو دا ادعا هم کړې، چې د يمن په جګړه کې د لبنان حزبالله ډلې د پانګونې او ښکېلتيا په اړه اسناد او شواهد لري.
له دې وړاندې سعودي عربستان هم ويلي و، چې د ايران له ملاتړ برخمندې حزبالله ډله په يمن کې د ايران له ملاتړ برخمندې بلې ډلې (هوثيانو) ته روزنه ورکوي او جنګي تکتيکونه ورښيي.