Home » سیمه او نړی » د جنوبي افرېقا د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی

د جنوبي افرېقا د پارلمان په ودانۍ کې اور لګېدلی

د فرانسې خبري اژانس د جنوبي افرېقا د چارواکو په حواله  د دغه هېواد پارلمان په ودانۍ کې د اور لګېدنې خبر ورکړی دی.

چارواکو ويلي چې اور نن د يک‌شنبې په ورځ سهار مهال لګېدلی دی، خو د لګېدو دليل يې نه دی په ګوته کړی. دامهال د اور وژنې عمله د اور پر وژلو بوخته ده خو چارواکو ويلي چې اور لا هم نه دی کنټرول شوی.

په دې اړه خپرو شويو راپورونو کې ويل شوي، چې د پارلمان ودانۍ د سخت اور له امله درزونه هم پيدا کړي دي. د جنوبي افرېقا د پارلمان وداني د دغه هېواد په کېف ښار کې موقعيت لري او له تاريخي پلوه د جنوبي افرېقا پخوانۍ ودانۍ ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...