Home » سیمه او نړی » د بښنې نړیوال سازمان: ۲۰۲۰ کال کې د اعدامونو کچه راټیټه شوې
رویداد خبري آژانس

د بښنې نړیوال سازمان: ۲۰۲۰ کال کې د اعدامونو کچه راټیټه شوې

د بښنې نړیوال سازمان وایي، په ۲۰۲۰ میلادي کال کې په نړۍ کې د اعدامونو کچه په لږ تر لږه یوې لسیزه کې ټیټې کچې ته رسیدلې ده.

په لندن کې مېشت دغه سازمان سې شنبې په ورځ (د وري ۳۱مه) په نړۍ کې د اعدامونو په اړه خپل راپور خپور کړ.
راپور کې راغلي، ایران او ۱۷ نورو هېوادونو تېر کال د کرونا ویروس له ګواښ سره سره هم اعدامونه اجرا کړي دي.
د دوی موندنې ښيي چې ۲۰۲۰ میلادي کال کې ۴۸۳ کسان اعدام شوي چې د ۲۰۱۹ کال پرتله ۲۶ فیصده کموالی ښيي.
پروسږ کال ایران ۲۴۶، مصر ۱۰۷، عراق ۴۵ او سعودي عربستان ۲۷ تنه اعدام کړي چې دا شمېر د ټولو اعدام شویو کسانو اتیا فیصده جوړوي.
چین، شمالي کوریا، سوریه او ویتنام په دوهمه درجه کې هغه هېوادونه یاد شوي چې اعدام په کې شوی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...