د ايران پخواني ولسمشر ابوالحس بني صدر نن شنبه د (تلې په ۱۷مه) له اوږدې ناروغۍ وروسته د فرانسې پلازمېنې پارېس ښار په يوه روغتون کې د ۸۸ کلونو په عمر ساه ورکړه.
د صدر د مړينې خبر د نوموړې کورنۍ له لوري خپور شوی او زياته کړې يې ده چې ابوالحسن بني صدر له مودې راهيسې ناورغ و.
نوموړی په ۱۳۱۲ لمريز کال کې په تهران کې زېږدلی و او د ايران په سياسي مبارزو کې يې فعاله ونډه درلوده. صدر په ايران کې د اسلامي انقلاب پرمهال د ايران مذهبي مشر اياتالله خاميني يو له نږدې او باوري کسان ګڼل کېده چې له ياد انقلاب وروسته د ياد هېواد منتخب ولسمشر وټاکل شو.