Home » سیمه او نړی » د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي
رویداد خبري آژانس

د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۳۵ فلسطینیان وژل شوي

د راپورونو له مخې تېره شپه اسراییلي ځواکونو په غزه کې پر حماس دلې بمبارونه کړي چې له امله یې د ماشومانو او ښځو په ګدون ۳۵ فلسطینیان وژل شوي او ۲۳۳ کسان تپیان شوي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، په وژل شویو کې ۱۲ ماشومان او درې ښځې هم شاملې دي.  

په مقابل کې حماس ډلې هم پر اسراییل توغندي توغولي چې د کره مالوماتو پر بنسټ په دې بریدونو کې پنځه اسراییلي وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، اسراییلي ځواکونو د جګړې له پیل تر اوسه پر فلسطین نږدې ۱۰۰۰ توغندي توغولي دي.

د اسراییلي پوځ او فلسطین ترمنځ دا نښتې  تېرو دوو کلونو کې تر ټولو خونړۍ دي، چې اقصی جومات کې پر فلسطیني مظاهره چیانو د اسراییلي پولیسو په برید سره پیل شوی دی.

لاریون‌وال د بیت المقدس ختیځ ته په شیخ جراج سیمه کې له خپلو کورونو د فلسطیني وګړو د اېستلو درېدل غواړي.

ملګرو ملتونو له دواړو لوریو غوښتي چې تاوتریخوالی  ودروي، کنه د یوې لوې جګړې پیل کېدلی شي.

د راپورونو پر بنسټ، د ملګرو ملتونو امنیت شورا به نن په یوه غونډه کې دا کړکېچ وارزوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...