Home » دسته‌بندی نشده » د اسرائیل د پارلمان پخواني مرستيال د بېروت چاودنې ښه ننداره بللې
رویداد خبري آژانس

د اسرائیل د پارلمان پخواني مرستيال د بېروت چاودنې ښه ننداره بللې

د اسرائیلي پارلمان پخواني مرستيال او د ښي اړخي هویت ګوند مشر “موشي فیګلین” په یوه وینا کې د بېروت خونړۍ چاودنې ښه ننداره بللې.د

نوموړي پر خپله ټویټرپاڼه یو پیغام کې ويلي:” په عبراني جنترۍ کې د اګست څلورمه او پنځمه نیټه د عاشقانو ورځې دي چې په مناسبت یې موږ د بیروت په بندر ډېره ښکلې ننداره وکړه.”

موشي فیګلین د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: “زه د،هغو چاودیدونکو موادو په اړه معلومات لرم چې بیروت یې په کنډوالو بدل کړ دا زما په ژوند کې تر ټولو ښه شیبه وه.”

د اسرائیلو د پارلمان دغه پخواني مشر او مطرح سیاستوال ويلي مونږ به له دې وروسته هرکال دغه ورځ د خوښۍ په ډول لمانځو او مونږ له هغو قهرمانانو مننه کوو چې دا ننداره يې وړاندې کړه.

باید وویل شي چې وړمه ورځ د لبنان په پلازمینه بیروت کې دوه سترو چاودنو په زرکونو کسانو ته مرګ ژوبله واړوله او د بیروت ښار ډیره برخه يې ویجاړه کړه.

د ننګرهار ملي امنیت ځواکونو د پچيراګام ولسوالۍ په ياغي بند سیمه کې د وسله والو طالبانو له یوه پټنځای څخه يو ميل راکټ انداز کشف او تر لاسه کړي دى

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

Spiritual Analyses: Checking Out the Realm Beyond

Lots of people transform to ...