Home » سیمه او نړی » د اسرائيلو لومړی وزير د سوداګريزو اړيکو پراختيا په موخه نن عربي اماراتو ته ځي

د اسرائيلو لومړی وزير د سوداګريزو اړيکو پراختيا په موخه نن عربي اماراتو ته ځي

د اسرائيلو لومړي وزير نفټالي بنيت دفتر اعلان کړی چې ټاکل شوې لومړی وزير بنيت نن يک‌شنبه د (لېندۍ په ۲۱مه) عربي اماراتو ته پر سفر روان شي.

په دې اړه د نوموړي له دفتر په خپره شوې اعلاميه کې ويل شوي، نفټالي بنيت به سبا دوشنبه د (لېندۍ په ۲۲مه) د ابوظفبۍ له وليعهد محمد بن زايد النهيان سره وګوري.

د اعلاميې به مخې، دواړه لوري به د دوه اړخيزه اړيکو پر تقويت او دغه راز د سوداګرۍ پر پراختيا خبرې وکړي. په اعلاميه کې زياته شوې چې د دوه اړخيزو اړيکو او سوداګرۍ پر سر د بحث ترڅنګ به په سيمه کې د امنيت لا خونديتوب پر لارو چارو هم خبرې وشي.

وروسته له هغې چې عربي اماراتو په ۲۰۲۰ زېږديز کال له اسرائيلو سره خپلې سياسي اړيکې عادي کړې، دا لومړی وار دی چې د اسرائيلو لومړی وزير نفټالي بنيت دې هېواد ته سفر کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...