Home » افغانستان » دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو
رویداد خبري آژانس

دفاع وزارت: کندز کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو د مسوول د نیولو ادعا کړې.

دغه وزارت نن په خپره کړې خبرپاڼه کې یوازې دومره ویلي چې کمانډو ځواکونو د کندز ولایت امام صاحب ولسوالۍ لپاره د طالبانو استخباراتي مسؤل “محمد حسن” نن له یوه ټوپک او یوې تومانچې سره ونیو.

دفاع وزارت د دې پېښې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړي، خو له دې مخکې یې دې ولسوالۍ ته د طالبانو په وړاندې د جګړې د پیاوړي کېدو لپاره د کمانډو د نویو ځواکونو د استولو خبره کړې وه.

د پامیر۲۱۷ قول اردو هم له دې مخکې ویلي و چې طالبانو تر کوچني اختر مخکې پر دې ولسوالۍ بریدونو ته زور ورکړی و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...