د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانکړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، که طالب وسله وال سوله و نه کړي له جمهوریت غوښتونکو نه به ملاتړ وکړو.
زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې د سولې لپاره یې په نړیواله او سیمه ییزه کچه هڅې روانې دي خو طالبانو ته په کار د چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې خبرې چټکې کړي.
خلیلزاد په ټوېټ پیغامونو کې طالب وسله والو ته خبرداری ورکړی چې که سوله و نه کړي نو دوی به د جمهوریت غوښتونکو افغانانو ترڅنګ ودرېږي او ملاتړ به یې کوي.
نوموړي ویلي د دواړو لورو مشرانو ته په کار ده چې د څلوېښت کلنې جګړې د ختمولو لپاره رامنځ ته شوی فرصت ضایع نه کړي او هڅه دې وکړی چې د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره نرمښت وښيي.
هغه ویلي چې له تاشکند نیولې تر کابل او جرمني یې د سفر موخه د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول دي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.