Home » افغانستان » خليلزاد: امريکا د يوه ډيموکراټيک افغانستان په جوړولو کې ناکامه شوه

خليلزاد: امريکا د يوه ډيموکراټيک افغانستان په جوړولو کې ناکامه شوه

د افغانستان سولې لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد وايي، امريکا وتوانېده چې له ترهګرۍ سره د مبازرې او دغه راز له افغانستان څخه پر امريکا د نورو احتمالي بريدونو د خطر کمولو په برخه کې خپلې موخې ترلاسه کړي؛ خو نوموړي د لومړي ځل لپاره اعتراف کړی چې د يوه ډيموکراټيک افغانستان پر جوړولو امريکا ونه توانېده.

نوموړي د امريکا له CBS news سره په خپله تازه مرکه کې چې پرون يک‌شنبه د (لړم په ۲مه) خپره شوه ويلي، دی په خپل ورسپارل شوي ماموريت کې پاتې نه دی راغلی؛ ځکه په خبره يې د امريکا پوځ او استخباراتو هم له نوموړي سره په دغه موريت کې چې موخه يې د امريکا د ګټو تحقق و، ګډه ونډه لرلې ده.

زلمي خليلزاد ويلي چې امريکا طالبانو ته ماتې نه ده ورکړې؛ ځکه په خبره يې، هغه مهال چې په دوحه کې د امريکا او طالب مرکچيانو ترمنځ مذاکرات روان وو، ورسره په هم‌مهال توګه طالب ډلې د جګړې په ميدان کې هم پرمختګ درلود.

خليلزاد يو ځل بيا پر مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني نيوکه کړې چې د کابل په پرېښودو سره يې د واک د لېږد فرصت له منځه يووړ دا د دې لامل شو چې د افغان ځواکونو ليکې وپاشل شي.

نوموړي له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه ويلي، په قطر کې يې له طالبانو سره په دې برخه کې يو شمېر هوکړې چې لا هم پټې پاتې دي، لاسليک کړي او د همدې هوکړو پر بنسټ طالبان له ترهګرۍ په ځانګړې توګه له القاعده او داعش سره د مبارزې مسوول دي.

خليلزاد له CBS سره د خپلې مرکې په دوام کې د امريکا له لوري د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ته هم اشاره کړې او ويلي يې دي، دا شتمني پر طالبانو د يوه فشار په موخه کنګل شوې او ټينګار يې کړی چې هېڅ حکومت بايد نوموړې شتمني ازاده نه کړي.

نوموړي په يو ډول پر ولسمشر جوبايډن هم نيوکه کړې چې په يو شمېر پرېکړو کې يې واقعيتونو له پام غورځولي دي او دا يو له هغو عمده لاملونو و چې اړ شو څو د نوموړي په حکومت کې دنده پرېږدي.

دا لومړی وار دی چې خليلزاد د يوه رسمي ماموريت له پای رسولو وروسته د رسنيو پر مخ څرګندېږي او مرکه کوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...