Home » افغانستان » حکومت د بشري حقونو د نقض په اړه د بښنې نړيوال سازمان راپور رد کړ

حکومت د بشري حقونو د نقض په اړه د بښنې نړيوال سازمان راپور رد کړ

د افغانستان سرپرست حکومت نن چهارشنبه د (وږي په ۲مه) د بښنې نړيوال سازمان هغه راپور رد کړ، چې په کې يې په افغانستان کې د بشري حقونو د دوامدار نقض ادعا کړې وه.

د حکومت وياند ذبيح‌الله مجاهد په دې اړه خپل ټوېټر کې د نوموړي سازمان دا راپور پروپاګنډ بللي او ويلي يې دي، چې د تېرو دوو لسيزو په پرتله په افغانستان کې د ښځو او سړيو حقونه په مراتبو خوندي شوي دي.

نوموړي زياته کړې، ښه دا وه چې د بښنې نړيوال سازمان په افغانستان د بهرنيو ځواکونو د حضور پرمهال چې مجاهد په خبره په جګړه کې په ورځنۍ توګه لسګونه افغانان شهيدان کېدل، خپل مسووليت ترسره کړی وی.

د بښنې نړيوال سازمان پرون سې‌شنبه د (وږي په اوله) په خپل راپور کې يو وار بيا په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې طالبانو په دې برخه کې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

دغه سازمان وايي، طالب چارواکو نه دا چې د بشري حقونو د خونديتوب په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي نه دي، برعکس يې تاوتريخولی په افغانستان کې روان ساتلی.

د بښنې نړيوال سازمان په خبره، طالبانو د تېر يوه کال په جريان کې هغه بنسټونه چې د بشري حقونو مدافع وو، په سيسټماټيکه توګه لغوه کړل او په دې توګه يې بيان ازادي، عادلانه محکمې، غونډېدل، او د افغانستان د خلکو نور حقونه تر فشار لاندې ونيول.

په راپور کې ويل شوي، چې دغه دولتي بنسټونه او په ځانګړې توګه د بشري حقونو خپلواک کمېسيون يې د عدم اړتيا په پلمه لغوه کړی؛ خو زياتوي چې دغه ادرس د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو معتبر مدافع ادرس و.

د بښنې نړيوال سازمان ادعا کړې، چې دامهال د افغان نجونو او ښځو اساسي حقونه سلب شوي، خلک په خپلسري توګه توقيف، شکنجه، ورک او حتا وژل کېږي.

خبريالان، مدني فعالان، د بشري حقونو مدافعان، هنرمندان، محصلان او قومي لګۍ بيا په هغو کټګوريو کې وېشل شوي، چې د بښنې نړيوال سازمان په باور دا مهال په افغانستان کې له جدي خطر سره مخ دي.

د بښنې نړيوال سازمان زياته کړې، چې دامهال په افغانستان کې بشري حقونه تر بريد لاندې دي او له نړيوالې ټولنې يې غوښتي، چې پر طالبانو فشار راوړي څو بشري حقونو ته په درناوي قايل شي.

دې سازمان د نړيوالې ټولنې ترڅنګ له طالبانو هم غوښتي، چې په افغانستنان کې د بشري حقونو نقض ته د پای ټکی کېږدي او اجازه دې ورکړي چې ښځې کار کولو او نجونې ښوونځيو ته لاړې شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...