Home » افغانستان » جوبايډن نږدې يو مېليارد ډالر افغان پناه غوښتونکو ته ځانګړي کړل

جوبايډن نږدې يو مېليارد ډالر افغان پناه غوښتونکو ته ځانګړي کړل

سپينې ماڼۍ خبر ورکړی چې ولسمشر جوبايډن له افغان پنا غوښتونکو سره د مرستې په موخه ۹۷۶.۱ ميليونه ډالر ځانکړي او په دې اړه يې بهرنيو چارو وزارت لارښوونه کړې چې دا اندازه پيسې د بېړنيو مرستو له صندوق څخه ولګوي.

د سپينې ماڼۍ له لوري په دې اړه خپاره شوي بيان کې ويل شوي، دغه اندازه پيسې به د کډوالۍ له بحران سره پر مبارزې، د پناه غوښتونکو لپاره د اړتيا وړ توکو پر رانيولو او دغه راز د هغو کسانو پر را ايستلو ولګول شي چې دامهال په افغانستان کې دي او ژوند يې له ګواښ سره مخ دی.

د سپينې ماڼۍ د مالوماتو له مخې، دغه ځانګړې شوې پيسې به د نړيوالو سازمانونو او د امريکا دولتي او نادولتي بنسټونو له لوري ولګول شي.

د راپورنو له مخې، لا هم د افغانستان يو شمېر هوايي ډګرونو له لارې د هغو افغانانو د ايستلو لړۍ دوام لري، چې د امريکا او يا هم د بهرنيو ځواکونو له ماموريت سره يې همکاري کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...