د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېدونکې غونډه د دویم ځل لپاره ځنډول شوې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په خپله تازه مرکه کې ویلي چې د افغان سولې په تړاو د ترکیې غونډه د ځینو ستونزو له امله ځنډول شوی دی.
د اوغلو په خبره ستونزې ددغه غونډې د مقدمه جوړونې په برخه کې وې او ټاکل شوې چې تر روژې میاشتې وروسته دغه غونډه ترسره شي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر دا نه دي ویلي چې دغه کنفرانس کې طالبانو ګډون منلی که رد کړی، خو ټینګار یې کړی چې کنفرانس به تر روژې وروسته د ښکېلو اړخونو له ګډون جوړېږي.
تر دې وړاندې ټاکل شوې وه چې د ترکیې کنفرانس د اپرېل په ۱۶ ترسره شي، خو وروسته بیا دا نېټه ان د همدې میاشتې څلورویشتمې ته وځنډول شوه اوس ټاکل شوې چې د ترکیې ناسته تر روژې وروسته ترسره شي.