Home » افغانستان » بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د دوو ښځينه فعالانو بې‌درکه کېدل اندېښمنوونکي دي

بښنې نړيوال سازمان: افغانستان کې د دوو ښځينه فعالانو بې‌درکه کېدل اندېښمنوونکي دي

د بښنې نړيوال سازمان يا Amnesty international وايي، په افغانستان کې د دوو ښځينه فعالانو تمنا زرياب پرياني او پروانه ابراهيم خېل بې‌درکه کېدو په اړه ژوره اندېښنه لري.

دې سازمان تازه نن سې‌شنبه د (سلواغې په ۵مه) په خپل ټوېتر کې لېکلي، يادو دوو ښځنه فعالانو په افغانستان کې د ښځو حقونو د خونديتوب په موخه، د طالبانو توپيري پاليسو په خلاف غږ پورته کاوه.

د بښنې نړيوال سازمان په جدي توګه د يادو فعالانو د بې‌درکۍ قضيې څېړنه غوښتې او دغه راز يې ټينګار کړی، که يادې فعالانې د طالبانو په زندان کې وي، نو له شرط پرته دې ژر له زندان ازادې شي.

د بښنې نړيوال سازمان ويلي، چې تمنا زرياب پرياني د جنوري په ۱۹مه په ټولنيزو رسنيو کې وېډيو خپره کړې او په ياده وېډيو کې د نوموړې له لوري داسې ښودل شوي چې طالبان يې دروازه ټکوي. د نوموړي سازمان په خبره، د وېډيو له لاس په لاس کېدو سره نوموړې بې هم درکه شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...