د بښنې نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک په نيولو سره په دغه هېواد کې د تاوتريخوالي قرباني شويو ښځو ته د خدمتونو رسولو سيسټم له منځته تللی دی.
دې سازمان په خپل تازه راپور کې ويلي، طالبانو د واک له نيولو سره سم په ټول هېواد کې د ښځو لپاره جوړې شوې امن خونې تړلي او د تاوتريخوالي قرباني شوې ښځې اوس بې برخليکه ګرځي.
د بښنې نړيوال سازمان په باميان، هرات، بادغيس، پکتيکا، داکندي، کابل، ننګرهار، کندز، سرپل او تخار ولايتونو کې د تاوتريخوالي له قرباني شويو ميرمنو سره خبرې کړي او په ترڅ کې يې موندلي چې د طالبانو له لوري د واک په نيولو سره په افغانستان کې د تاوتريخوالي قرباني ميرمنو ته د خدمتونو رسولو سيسټم له منځه تللی دی.
په راپور کې زياته شوې چې د طالبانو د امن خونو د تړلو ترڅنګ، د يادو خونو کارکوونکي رټلي او ګواښلي دي. په يادو ولايتونو کې د ترسره شويو مرکو له ډلې ۲۶ هغو کې ويل شوي، چې طالبانو د زندانونو ماتولو پرمهال هغه کسان هم خوشي کړي چې له ښځو سره پر تاوتريخوالي مرتکب وو.
د بښنې نړيوال سازمان په دې راپور کې د دغه سازمان د رئيسې اګنس کالامار ويلي، طالبان له دې پرته چې پر تاوتريخوالي د مرتکبو کسانو خطرونو ته پام وکړي، د زندان دروازې پرانيستې او ټول يې له زندان ازاد کړل.
په راپور کې له طالبانو غوښتنه شوې چې له تاوتريخوالي د ښځو خونديتوب په موخه دې امن خونې بيا پرانيزي، د تاوتريخوالي قرباني شويو ميرمنو ته دې د خونديتوب خدمتونه وړاندې کړي، د ښځو چارو وزارت دې بيا جوړ کړي او دا دې يقيني کړي چې د تاوتريخوالي قرباني شوې ميرمنې له وېرې پرته په ازادانه توګه کار کولی شي.
تر اوسه اسلامي امارت د بښنې نړيوال سازمان دې راپور په غبرګون کې رسنيو ته څه نه دي ويلي.