د اروپايي ټولنې بهرني سياست مشر جوزېف بورېل که څه هم له افغانستان څخه د کډوالو وتلو بهير په اړه اندېښنه ښودلې، خو ويلي يې دي چې د دوی وضعيت ته په پام سره دې اروپايي هېوادونه يو شمېر نورو افغان کډوالو ته هم پنا ورکړي.
نوموړي دا څرګندونې پرون جمعه د (تلې په ۱۶مه) په اسپانيې کې خبريالانو ته کړې دي. بورېل زياته کړې، له هغه وخت راهيسې چې په افغانستان کې طالبانو واک ونيو، شاوخوا ۲۲ زره تنه افغانان د ژوند خونديتوب په موخه اروپايي هېوادونو ته لېږدول شوي دي.
نوموړي په افغانستان کې د ناخونديتوب او ناسم بشري وضعيت له امله اروپا ته د افغان کډوالو د ورتګ بهير ته کتو غوښتنه کړې، چې دغه هېوادونه دې د لسو او شلو زرو ترمنځ نور اضافي افغان کډوال هم ومني.
د افغان کډوالو په اړه د اروپايي تولنې د بهرني سياست مشر جوزېف بورېل دا څرګندونې داسې مهال دي، چې له نوموړي وړاندې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فليپو ګراندي له اروپايي هېوادونو غوښتنه کړې وه، څو د راتلونکو پنځو کلونو په موده کې ۴۲۵۰۰ تنو افغان کډوالو ته پنا ورکړي.