Home » سیمه او نړی » بلوچستان کې د زلزلې له امله له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوچستان کې د زلزلې له امله له سلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

تېره شپه يوې زورورې زلزلې د بلوچستان ډېرې سيمې ولړزولې او د شدت زياتوالي يې خلکو ته ځاني او مالي زيان هم اړولی دی.

ځايي چارواکو ويلي چې د يادې زلزلې له امله تر دې مهال ۲۰ تنه مړه شوي او له سلو ډېر ټپيان شوي دي. د دوی په خبره ټپيان د کوټې ښار روغتونونو ته انتقال شوي او د يو شمېر ټپيانو وضعيت په کتو ښايي د مړو شمېر له دې زيات شي.

د چارواکو په خبره په مړو او ټپيانو کې ډېری هغه يې ښځې او ماشومان دي. دوی دغه راز دا هم ويلي زلزلې د بلوچستان په مرکز کوټې، پښين، هرنايي، قلعه سيف‌الله ، چمن، زيارت، سيوۍ او ژوب سيمو کې ډېر زيان اړولی دی.

په بلوچستان کې د يادې زلزلې له امله چې د شدت اندازه يې ۵.۹ درجې ښودل شوې، د برېښنا او مخابراتي خدمتونو په وړاندې کولو کې بې نظمي رامنځته شوې ده.

تر اوسه د اووښتي مالي زياته په اړه رسمي څه نه دي ويل شوي، خو چارواکو خبر ورکړی چې په دې اړه يې څېړنې پيل کړې او ژر به يې پايلې شريکې کړي.‎

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...