Home » سیمه او نړی » بلاروس کې نیول شوي درې پولنډیان خوشې شول
رویداد خبري آژانس

بلاروس کې نیول شوي درې پولنډیان خوشې شول

چارواکِ په پلازمېنه وارسا کې وایي هغه درې پولنډیان چې په بلاروس کې د سیاسي فعالیتونو په تور نیول شوي وو، خوشې شوي دي.

دا درې پولنډیان په مارچ میاشت کې د بلاروس چارواکو د هغو پولنډیانو د ځپلو په ترڅ کې نیولي وو چې د الکساندر لوکاشینکا د دیکتاتور رژیم مخالف وو.

د پولنډ د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي دي چې د پولنډ دیپلوماتیکو هڅو نتیجه ورکړه او دا کسان د مې په پنځه ویشتمه پولنډ ته راورسېدل.

دا درې پولنډیان هر یو په دولس کاله بند محکوم شوي وو.

د اروپایي ټولنې مشر جوزېپ بورېل هم د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه.

بلاروس د تېرکال له اګست میاشتې راپه دې خوا چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې الکساندر لوکاشینکا د بري ادعا وکړه او اپوزسیون د درغلیو تور پورې کړ، له کړکېچن وضعیت سره مخامخ دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...