د بدخشان ځايي چارواکو خبر ورکړی چې په دې ولايت کې نن سهار د (مرغومي په ۲۸مه) د يوې ترافيکي پېښې له امله ۴ تنه مړه شوي دي.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس معزالدين احمدي ويلي، دا پېښه په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د کرولا ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.
نوموړي ويلي چې ياد موټر د سړک خرابوالي له امله چپه شوی او په کې سپاره ۴تنه مړه شوي دي.
د اورښتونو، سړک خرابوالي او دغه راز وخت ناوخت د موټر چلوونکو له لوري د بې احتياطۍ له امله په وروستيو کې ورته څو پېښې شوي، چې په کې يو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.