په داسې حال کې چې د روسيې او اوکراين ترمنځ پر پوله د نازک وضعيت راپورونه ورکول کېږي، ورسره سم د امريکا ولسمشر جوبايډن خپل روسي سيال ولاديمير پوتين ته د اوکراين پر موضوع د خبرو لپاره ټليفون کړی.
سپينې مانې په دې اړه خپره کړې اعلاميې کې ويلي، چې ولسمشر بايډن ولسمشر پوتين ته ګوتڅنډنه کړې، که يې پر اوکراين بريد وکړ نو امريکا به له خپلو متحدانو سره يو ځای پرې سخت بنديزونه وضعه کړي.
د دواړو ولسمشرانو ترمنځ دغه ټلېفوني خبرې تر ۶۲ دقيقو لپاره غځېدلي او په کې د بحث عمده تمرکز د اوکراين پر مسئلې و. يوه امريکايي چارواکي اسوشيېټيډ پرېس ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي، داسې مالومات ترلاسه شوي چې روسيې راتلونکې چهارشنبه پر اوکراين د عملياتو پيلولو ورځ ټاکلې؛ خو په خبره يې امريکا لا هم ډاډ نه ده چې ولسمشر پوتين پر اوکراين د بريد هوډ لري او که نه؟
له دې وړاندې پرون شنبه د (سلواغې په ۲۳مه) امريکا، کاناډا، برېتانيې، جرمني، پرتګال، اسټراليا، اېټاليې او يو شمېر نورو هېوادونو خپلو وګړو ته جدي لارښوونه کړې چې ژر له اوکراين ووځي.