په بادغيس کې پرون دوشنبه د (مرغومي په ۲۷مه) د زلزلې له امله خلکو ته د مالي زيان ترڅنګ ځاني زيان هم اوښتی.
باختر خبري اژانس د يادې زلزلې له امله د ۲۲ تنو د مړه کېدو او دغه راز د خلکو د استوګنې يو شمېر کورونو د ړنګېدو راپور ورکړی دی.
د راپور له مخې، زلزلې د نورو سيمو په پرتله د بادغيس په قادس ولسوالۍ کې خلکو ته زيات زيان اړولی دی. سيمهييزو رسنيو بيا ويلي چې د يادې زلزلې له امله شاوخوا۱۲ کسان وژل شوي دي.
د امريکا جيولوژيکي سروې ادارې ويلي، چې زلزله د افغانستان په لوېديځ بادغيس ولايت قلعه نو په ۴۱ کليومترۍ کې شوې ده. د يادې زلزلې شدت د ريختر په کچه ۵.۳ درجې ښودل شوی.