د اېتوپيا حکومت له دې کبله چې د ټېګري وسلهوالو پر وړاندې د منظمې جګړې او دغه راز د يادې ډلې له لوري پلازمېنې اديس ابابا ته متوجه خطر له منځه يووسي، په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.
په دغه شپږ مياشتني بېړني حالت کې د يو شمېر سړکونو بندول، په مهمو ځايونو کې د پوځي ډلګيو ځای پر ځای کول او د خلکو ګرځبنديز شامل دی.
د اېتوپيا عدليې وزير د ياد اعلان پرمهال ويلي، هېواد يې له يوه سخت حالت سره مخ دی او د ورته يوه وضعيت له اعلانولو پرته حکومت نه شي کولی چې وضعيت کنټرول کړي.
نوموړي په اديس ابابا کې خبريالانو ته زياته کړې، د بېړني حالت پرمهال هغه کسان چې له ټېګري وسلهوالو سره د همکارۍ او اړيکو په تور ونيول شي، نو له محکمې پرته له درېيو تر لسو کلونو پورې زنداني کېدای شي.
له دې اعلان سره سم اېتوپيا حکومت له خلکو هم غوښتي، هغه کسان چې د عسکري عمر يې پوره کړی نو د ټېګري وسلهوالو پر وړاندې دې له پوځ سره يو ځای جګړې ته ځانونه چمتو کړي.
دامهال حکومت خلکو ته د وسلې وېشلو او له عامو خلکو سره د شته وسلې د راجسټر کولو لړۍ پيل کړې ده.
د اېتوپيا حکومت داسې مهال په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان کړی چې ټېګري وسلهوالو د دغه هېواد ديسې او کومبولسه ستراتيژيکو ښارونو د نيولو ادعا کړې او ويلي يې دي چې د پلازمېنې اديس ابابا پر لور د حرکت په حال کې دي.
اوسمهال د اېتوپيا دولتي ځواکونه د پلازمېنې په ۴سوه کيلومترۍ کې له ټېګري وسلهوالو سره پر جګړه بوخت دي. د اېتوپيا په ځينو سيمو کې مخابراتي خدمتونه او يادو سيمو ته د خبريالانو لارسی محدود شوی دی.